Twitxy Saved

Ashraf Ghani

Verified account This account is verified. Learn more

@ashrafghani

President of the Islamic Republic of Afghanistan. Personal tweets from Dr. Ashraf Ghani are signed - AG.
Kabul ashrafghani.af Joined June 2009
6 Following 1.3M Followers 3.7K Posts

Latest posts 5

Ashraf Ghani Verified account @ashrafghani
بسم الله الرحمن الرحیم.

د مرکزي نورستان د سېلابونو ناورین کې خپلو ځپل شویو خویندو، وروڼو او بچیانو ته په ټول وجود خواخوږي او غمشریکي رسوم او ځان په دې درد او غم کې د هر یوه تر څنګ بولم. زخمیان دې الله تعالی (ج) په خپل رحمت د عاجلې روغتیا خاوندان کړي، شهیدانو ته دې د جنتونو مرحمت وفرمایي او پاتې کسان دې د تسلیت او زغم د اهدا وړ وګرځي.

پاروني واړو استه مصیبت اکن امی دی جیت آسه اووده نیامیش.
اونز نورستان سه منجو میش وینه اوله غم تو تسلیت پڼم.

د پارون غمیزه د کونړ تر ویجاړوونکو سېلابونو او زلزلو وروسته په دغه سیمه کې دویمه لویه فاجعه ده. هغه مهال زموږ هېوادوالو، په تېره بیا هغوی چې بهر کې مېشت وو، له ځپل شویو سره په خلاص مټ مرستې وکړې او هیله من یم چې همدغه روحیه زموږ د کړېدلو نورستانیو خویندو او وروڼو برخه کې هم په هماغه قوت څرګنده شي.

ملت حق لري له هغوی نه چې واک چلوي وپوښتي چې د کونړ پېښو نه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان غمیزې ته ولې چمتووالی نه و. ښایي هغوی چې ولس ته د ملت پر ځای د رعیت په سترګه ګوري، دغه ډول پوښتنې د ولس تر واک پورته وبولي. خو پوښتنه شته او ځواب غوښتل کېږي.

د ۱۳۹۵ کال په دلوه کې چې د پارون همدا ښکلې سیمه او شاوخوا کلي د واورو توفان وځپل، زه په داسې وخت کې د خلکو خدمت ته ورسېدم چې هلیکوپتر د کېناستو خوندي ځای نه شو موندلی. له ملت سره تعهد یوازې د امتیازونو له پاره نه وي، او یوازې د ښادیو له پاره هم نه وي، هغه باید په درد او غم کې تر ټولو روښانه څرګند شي.

پارون یوازې ملي پارک نه دی، نورستان یوازې د سېلانیانو د راښکون سیمه نه ده، هغه له کونړ او بدخشان سره په ګډه د یوې عظیمې شتمنۍ یعنې لیتیم پر سر موقعیت لري چې هرې ټوټې ته یې نړۍ په لېوالتیا ګوري. ما د پارون ښار د آبادولو او پراخولو ترڅنګ غوښتل، نورستان له کونړ او بدخشان او وروسته د چین له پولې سره وتړل شي. دا له چین سره د سوداګرۍ ترټولو لنډه او موثره لار کېدلی شوه چې د جغرافیې د بدلولو ترڅنګ یې د خلکو اقتصادي ژوند داسې تبدیلاوه چې له دغسې ناورینو سره د مقابلې او درېدو وس ومومي.

مساله مهم دیگر که نه میتوان در این گونه واقعات فاجعه بار از کنار آن گذشت، تغییر اقلیم و صدماتی است که به جنگلات ما وارد شده است. در حالیکه پاکستانی ها برای توسعه ساحات جنگلی در آن سوی خط دیورند، بیش از یک میلیارد درخت جدید غرس کرده اند، قاچاقیان آنها در تبانی با مافیای افغانی به قطع بی رحمانه آنچه در کنر و نورستان باقی مانده است، ادامه میدهد. فاجعه نورستان مرکزی زنگ خطر برای همه ماست. فاجعه های متواتر طبیعی از همه ما می طلبد تا در کنار جلوگیری شدید قطع درختان در کنر و نورستان، همه ساله ساحات جدید جنگلی با غرس صد ها نه، هزاران نه، بلکه صدها هزار درخت جدید توسعه داده شود.

زه یو ځل بیا د نورستان غمځپلو کورنیو ته همدردي او خواخوږي رسوم او پر ټولو وسمنو او شتمنو هېوادوالو هغوی ته د سملاسي او بېدرېغه مرستو او لاسنیوي غږ کوم.

جینته تی او افغانستان
ژوندی دې وي افغانستان
یشه سن افغانستان
زنده باد افغانستان
88 replies 73 reposts 843 likes 82K views View on X
Ashraf Ghani Verified account @ashrafghani
ټول ښه راغلاست.
در پودکاست قبلی در مورد دلایل د خالت انگلیسها در مساله سیستان که منجر به تقسیم این منطقه تاریخی افغانستان با فارس شد، صحبت کردیم. امروز به پیآمدها و عواقب آن برای اهالی و جغرافیای جدید که در نتیجه سیاست های استعماری زمان با آن روبه رو شدند، می پردازیم.

د سیستان وادۍ ښېرازي او د ژوندانه دوام په هلمند سیند پورې اړه مومي چې د دجلې او فرات ترڅنګ بل سیند په سیمه کې د هغه ارزښت ته نه رسېږي. سیستان د رستم وطن و چې مور یې کابلۍ او مېرمن یې سمنګانۍ وه او له همدې امله دا سیمه زموږ په ارزښتونو کې یو اوچت ځای لري.

هیئت انگلیسی گولد شمید ضمن تقسیم جغرافیای سیستان، به آب نیز پرداخت و در تنها ماده ای سند حکمیت وی آمده است که از این آب باید استفاده عادلانه صورت گیرد. این حکمیت در زمانی صورت گرفت که انگلیسها هنوز تجربه استفاده از آب در منطقه را که بعداً با تغییر مسیر آب دریای سوات و ایجاد کانالها در پنجاب به دست آوردند، نه داشتند. به گمان اغلب، اگر این تجارب در زمان تقسیم سیستان و آب آن وجود میداشت، قضاوت انگلیس ها شکل دیگری به خود می گرفت.

زموږ نوي نسل ته ضرور ده وپوهېږي چې افغانان په هر پړاو کې د خپلې خاورې او اوبو د ساتنې سنگر کې ولاړ پاتې شوي، خو څرنګه چې زور یې له استعماري ځواکونو سره نه برابرېده، په شا شوي دي.

له فارس سره د هلمند د اوبو مساله بل انگریز استازي مک موهن هم حل نه شوای کړی، تر هغو چې ډېر وروسته، صدراعظم محمد موسی شفیق په یوه حقوقي تړون کې راوستله چې له نېکه مرغه تر اوسه نافذ دی او باید همداسې بې تغییره وساتل شي. افغانستان له تړون سره سره د کورنیو شخړو دوران کې د میلیاردو ډالرو په ارزښت اوبه وړیا فارس یا اوسني ایران ته ورکړي بې له دې چې په بدل کې یې هېڅ امتیاز تر لاسه کړي.

یکی از دلایل عمده بحث در مورد اینگونه مسایل تاریخی آنست که افغانها در روشنی آن حقوق ارضی و آبی خود را بشناسند. در عین حال باید به این نتیجه هم برسند که همکاری منطقوی در شرایط کنونی از ضروریات است و بدون پیوستن به این حلقه اتصال که ایران یک بخش مهم آنرا تشکیل می دهد، امکانات رشد محدودتر می شود.

په دې پودکاست کې د سیستان د اوبو په مساله او افغانانو ته یې په تاریخي لوستونو خبرې شوې دي چې بشپړ متن یې له لاندې لینکونو تر لاسه کېدلی شي:
mohammadashrafghani.com/ps/48th-podcas…
mohammadashrafghani.com/fa/48th-podcas…
mohammadashrafghani.com/48th-podcast/

این برنامه علاوه بر رسانه های اجتماعی از این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است:
Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، RSS.com Community
42:24
74 replies 86 reposts 707 likes 49K views View on X
Ashraf Ghani Verified account @ashrafghani
د افغانستان کرکېټ کورنۍ، د شاپور ځدراڼ عزیزانو او مینه والو ته، د ورزشي ویاړونو د دغه «دنګ چنار» په پرېوتو خپلې ژورې خواخوږۍ رسوم.
 
د شاپور مړینې زموږ کرکېټ بې دغه ستوري او ډېرئ ځوانان چې هغه ته یې د بېلګې په سترګه کتل، بې دغه سیوري کړل.   
 
هغه په سختو ورځو کې، په خپلو غورو لوبو زموږ ولس ته ویاړونه راوړل او څه باندې یوه لسیزه یې افغانانو ته په خپلو بریاوو خوښۍ وبخښلې.
 
د هغه مړینه د افغانستان د کرېکټ غوړېدلې لوبې ته لوی زیان دی. کورنۍ ته دې یې الله (ج) د زړه صبر ورکړي او هغه ته دې د اوږدې ناروغۍ دردونه  او زجرونه او افغان ملت ته ګټلي ویاړونه د مغفرت  وسیله کړي. د هغه نوم دې زموږ د اوسنیو او راتلونکو نورو ستورو په بریاوو کې لا وځلېږي.
 
د ټولو ورتګ لوی څښتن ته دی.
انالله و انا الیه راجعون
121 replies 259 reposts 2.7K likes 102K views View on X
Ashraf Ghani Verified account @ashrafghani
ګرانو هېوادوالو،
هموطنان گرامی،
قدرلي وطنداشلر.

دادی زموږ هېواد د پرله پسې څوم ځل له پاره بیا د پاکستان تر هوایي بریدونو لاندې راغلی او په پکتیکا، پکتیا او کونړ کې زموږ بې ګناه خویندو، وروڼو او بچیانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې ده. ددغو اسکېرلو وطنوالو د هرې کورنۍ په درد او غم کې ځان شریک بولم او د هریوه ترڅنګ یم. ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او شهیدانو ته د الله تعالی له دربار نه د جنت غوښتنه کوم.

د پاکستان دا برید، لکه تېر هغهیوازې یوه امنیتي پېښه نه ده، بلکې د افغانستان د اوسني وضعیت، زموږ د ملي دریځ او زموږ د راتلونکي په اړه د ژور فکر، ملي حساب او صادقانه ارزونې یوه جدي ملي بلنه ده. ملتونه هغه وخت له بحرانونو بریالي راوتلای شي چې له واقعیتونو سره په جرأت مخامخ شي او د تېرو تجربو له تکرار څخه ځانونه وساتي.

مردم ما حق دارند بپرسند امنیتی که از آن به افتخار صحبت می شد کجاست؟ آیا نشانه ای از آن امیدی که وعده داده می شد، دیده می شود؟ چرا کشور از بحرانی به بحران دیگر فرو می رود و آیا راه حلی برای بیرون رفت ازین بحرانها به نظر می رسد؟ چرا نقض پیهم حاکمیت ملی کشور ما گویی هیچ ربطی به جهان نه دارد؟ و مهمتر از همه چرا عوامل این حالت و حقایق نهفته با ملت شریک نه می شود؟ منافع ملی در کجای این گیرودار ها قرار دارند؟ و آیا فیصله ها بر مبنای منافع ملی صورت می گیرند یا برای تامین بقای یک شبکه و یک حلقه محدود؟

یوازې همدا پنځه کاله مخکې افغانستان د نړۍ او سیمې د تعاملاتو په مرکز کې و، خو اوس داسې یوې انزوا ته پورې وهل شوی چې نه یې غږ څوک اوري او نه یې شکایت ته څوک غوږ نیسي. د پاکستان پرله پسې تېري داسې تېرېږي لکه په نړۍ او سیمې پورې چې هېڅ اړه ونه لري، ځکه چې هېواد په لوی لاس یوې تیارې ګوښې کې، له نړۍ سره له راشه درشه خلاصې انزوا کې ساتل کېږي. دا انزوا زموږ حتمي برخلیک نه دی، بلکې د هغو انتخابونو او سیاستونو عملي نتیجه ده چې په تېرو پنځو کلونو کې وشول او غوره شول.

په یاد مو ده چې ما به تل د پایدارې او باعزته سولې خبره کوله. هغه سوله ځکه اړینه وه چې افغانستان د همدې ورځو له تکرار څخه وژغوري. باعزته سوله یوازې د جګړې پای نه و؛ بلکې د داسې نظام او سیاست پیل و چې افغانستان له دې اوسنۍانزوا، بې‌ثباتۍ او د پردیو له لاسوهنو او تېریو څخه خوندي کړي. نن باید له ځانه وپوښتو چې د دې فرصت د لاسه تلو مسوولیت د چا پر غاړه دی؟ او د هغې پرېکړې بیه نن څوک پرې کوي؟ بې له شکه، دا بیه افغان ملت پرې کوي.

عشق به وطن تنها یک شعار نیست. وطن‌دوستی یعنی فدا شدن برای ملت، نه فدا کردن ملت برای حفظ یک حلقه یا یک شبکه. تاریخ بارها نشان داده است که هرگاه فاصله میان مردم و حاکمان بیشتر شده، کشور نیز آسیب‌پذیرتر شده است. غرور، انحصار و بی‌اعتنایی به صدای مردم، هیچ‌گاه امنیت و ثبات نیاورده است.

زموږ د وروستیو دوه سوه‌ کلونو تر ټولو ستره ستونزه دا وه چې د ولس نبض ونه پېژندل شو، په ځانګړي ډول په وروستیو پنځوسو کلونو کې چې هېواد د نورو په نیابتي جګړو کې په بېساري فقر، ناروغۍ او نالوستۍ اخته شو او د ملت د بچیانو اساسي حقونه وځپل شول. نن ولس نور جګړه نه غواړي؛ ولس ژوند غواړي، رڼا غواړي، هیله غواړي، حل لاره غواړي او غواړي چې د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري.

اگر امروز با صداقت از خود نپرسیم که در این پنج سال زندگی مردم بهتر شده است یا دشوارتر، فردا پاسخ این پرسش را تاریخ خواهد نوشت. ما نباید بگذاریم افغانستان بیش از این در باتلاق انزوا، فقر و ناامنی فرو برود.

زما په باور، د حل اساسي لاره دا ده چې افغانستان خپله نړیواله بېطرفي په رسمي، واضح او عملي ډول اعلان کړي او خپل بهرنی سیاست د ملي ګټو پر بنسټ تنظیم کړي. خو تر هغو چې هېواد په انزوا کې ساتل کېږي، تمه مه کوئ چې د افغان ملت فریاد به په سیمه او نړۍ کې څوک واوري. نن داسې شرایط رامنځته شوي چې هره ورځ زموږ پر خاوره بمونه غورځي، خو د نړۍ غبرګون کمزوری دی او د سیمې ډېری هېوادونه دغو پېښو ته داسې ګوري، لکه هېڅ چې نه وي شوي.

امروز بیش از هر زمان دیگر ضرورت است که این مسائل به یک گفتمان فراگیر ملی تبدیل شود؛ گفتمانی که در آن همهٔ افغان‌ها، فارغ از اختلافات سیاسی، قومی، زبانی و فکری، برای نجات کشور و تعیین مسیر آینده سهم داشته باشند. آیندهٔ افغانستان تنها با اتکا به ارادهٔ ملت، اجماع لازمی ملی و سیاستی مبتنی بر عزت، استقلال و منافع ملی ساخته خواهد شد.

زه چمتو یم چې ددغسې یوې افغاني لازمی ملي اجماع په جوړولو او له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه له هېڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته ادا کړم. زمان نه درېږي او هره شېبه نوره هغه پخوانۍ لحظه نه ده. دغه لور ته په ګام پورته کولو کې هر ځنډ نه جبرانېدونکي عواقب لري او مسوولیت یې پر هغوی راځي چې په سرټمبګۍ د ملت د ارادې مخ کې درېږي.

ژوندی دې وي افغانستان
یشه سین افغانستان
زنده باد افغانستان